د افغانستان او ایران ګډې کمېټې خپله لومړۍ ناسته کړې او د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ او ټرانزیټ پر پراختیا یې خبرې کړي دي. د سرپرست حکومت اقتصادي مرستیالۍ په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې په دغه ناسته کې هوکړه شوې چې د اسلام کلا، نیمروز او ابو نصر فراهي او د ایران اړخ ته د درېیو سرحدي ګمرکونو ترمنځ به کاري وخت له ۸ ساعتونو څخه ۱۶ ساعتونو ته پورته کیږي. ګډې کمېټې هوکړه کړې چې د دواړو هېوادونو ترمنځ به د تلونکو او راتلونکو موټر شمېر په ورځنۍ کچه له ۵۰۰ څخه ۱۲۰۰ ته پورته کیږي. د خبرپاڼې له مخې، په دغه ناسته کې دواړو غاړو خپل ځینې ټاکل شوي فیسونه هم لغوه کړي دي.