د راپورونو له مخې ټاکل شوې چې نن یوه امریکايي فضايي بېړۍ سپوږمۍ ته واستول شي. راپور وایي، امریکا له څه باندې نیمې پېړۍ وروسته دا ډول ماموریت عملي کوي اومشري یې هم خصوصي سکتور ته ورکړل شوې ده. د مالوماتو له مخې دغه فضايي بېړۍ به د امریکا په سیمهییز وخت د نیمې شپې په ۲ بجو او ۱۸ دقیقو د کیپ کاناویرال له فضايي مرکز څخه فضا ته واستول شي. د دې ماموریت مسوولین وایي،که هر څه د دوی له پلان سره سم ترسره شي، نو د امریکا دا فضايي بېړۍ به د روان کال د فبرورۍ په ۲۳ مه نېټه د سپوږمۍ پر مخ کېني. د یادولو وړده، چې امریکا هغه یوازېنی هېواد دی چې د سپوږمۍ پر سطحه د انسان په ښکته کولو برلاسی شوی دی.