د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو د سویس په داووس کې نړیوالې اقتصادي غونډې ته وویل، امریکا او روسیه د سړې جګړې پر لور د تګ او سیالي تکل نه لري، خو دا هلې ځلې روانې دي چې له روسیې سره د مخامخ کېدو خطر راکم کړي. پومپیو پرون له امریکا نه د ویډیو له لارې د داووس نړیوالې اقتصادي غونډې ته وویل، کرملین دې ته اړتیا لري چې خپل لید لوری او چلند بدل کړي او د اټمي وسلو د پراختیا د مخنیوي لپاره له مسکو سره خبرې په کار دي. په داووس کې نړیواله اقتصادي غونډه پرون پرانېستل شوه او د جمعې تر ورځې به دوام وکړي.