د بنګلهدېش لومړۍ وزیرې شیخ حسینې د څلورم ځل لپاره ټاکنې وګټلې. حسینې او ګوند یې عوامي لیګ او ټلوالې له ۳۰۰ پارلماني څوکیو لږ تر لږه ۱۵۲ وګټلې چې په دې سره به پنځه کاله نوره په واک کې پاتې شي. بنګله دېشي رسنیو ویلي، دا پرېکړه د بنګلهدېش اصلي اپوزیسیون ملت پاله ګوند تحریم کړې او دا ټاکنې یې د شرم وړ بللې دي. په دغه هېواد کې خپلواکو ګوندونو ۴۵ څوکۍ او جاتیه ګوند ۸ څوکۍ ترلاسه کړې دي. په پام کې ده چې په رسمي توګه به دغه پایلې نن دوشنبې اعلان شي.