د بلخ د صنعت او سوداګرۍ رییس امام الدین سنايي زاده وايي چې په دغه ولایت کې تېر کال نږدې ۲۰۰ تولیدي فابریکو ته جوازونه ورکړل شوي او فعالیت یې پیل کړی دی. نوموړی وايي، چې اوسمهال په دغه ولایت کې ۱۷۰۰ تولیدي فابریکې فعالیت کوي، چې پکې نږدې ۳۰ زره کسانو ته د کار زمینه برابره شوې ده.