د مالیې وزارت سرپرست او یو شمېر سیمه ییزو چارواکو په کندهار ولایت کې د ۲۵.۷ میلیونه افغانیو په لګښت د کندهار ګمرک په پارکینګ او اړوندو سیمو کې د جغل اچونې پروژې پرانیسته وکړه. د مالیې وزارت د مطبوعاتي دفتر د معلوماتو له مخې؛ په دې پروژه کې به د کندهار ګمرک اړوند ۳۰ جریبه ځمکه کې جغل اچونه وشي چې د چارو په بشپړېدو سره به یې د بار وړونکو موټرو د تګ – راتګ او د سوداګریزو مالونو د لېږد په برخه کې د سوداګرو او موټر چلوونکو لپاره آسانتیاوې برابرې شي. د یادولو وړ ده، چې د یادې پروژې لګښت د مالیې وزارت له پراختیایي بودجې څخه ورکول کېږي او چارې به يې تر راتلونکو درېو میاشتو پورې بشپړې شي.