د پنجشېر د کانونو او پټرولیم ریاست مسوولین وايي چې د دغه ولایت له کانونو تازه استخراج شوي ۵۱۹ قیراطه زمرد د یوې شفافې پروسې له لارې د ۱۹۸ زره ۲۰۰ ډالرو په ارزښت د هېواد پر سوداګرو وپلورل شول. د پنجشېر د کانونو ریاست د معلوماتو له مخې په دغه ولایت کې د زمردو د ثبت شویو کانونو شمېر ۱۲۵۰ ته رسیږي، چې له دې ډلې د ۳۵۰ کانونو د استخراج چارې روانې دي او څه باندې ۷ زره کسانو ته پکې د کار زمینه برابره شوې ده.