د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي چې نورو هېوادونو په ځانګړې توګه د منځنۍ اسیا هېوادونو ته د افغانستان د صادراتو کچه لوړه شوې ده. د دغه وزارت شمېرې ښيي، چې په ۲۰۲۳ کال کې یوازې ازبکستان ته د افغانستان صادرات د ۲۷ میلیونو ډالرو په ارزښت وو. د دغه وزارت ویاند زیاتوي، هڅه کوي، له ازبکستان سره د سوداګرۍ په برخه کې د سوداګرو لپاره ټولې اسانتیاوې برابرې کړي. د سوداګرۍ او پانګونې خونه ټینګار کوي چې د سیمې له هېوادونو سره د افغانستان د سوداګریزو اړیکو زیاتوالی د هېواد د عوایدو په زیاتوالي کې مهم رول لري. ځینې سوداګر هم له سرپرست حکومت غواړي چې د سوداګریزو وېزو د ترلاسه کولو او بانکي ستونزو په برخه کې یې پر ستونزو غور وکړي.