د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال، د میدان وردګو له صنعتکارانو سره کتلي دي. په دې کتنه کې د میدان وردګو ولایت صنعتکارانو، د دغه ولایت د کوتل تخت صنعتي پارک په اړه خپلې ستونزې او وړاندیزونه شریک کړي او د دغه پارک د زیربناوو جوړولو لپاره یې چمتووالی څرګند کړی دی. دغه راز د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال زیاته کړې چې د صنعت او سوداګرۍ وزارت په هېواد کې د صنعتي پارکونو د زیربناوو جوړولو په اړه پلانونه لري او په وینا یې؛ صنعتکارانو ته په صنعتي پارکونو کې د ځمکو د وېش د لا همغږۍ په اړه دغه وزارت ته لارښوونه شوې چې د زېربناوو په برخه کې دې یوه هر اړخیزه کړنلاره جوړه کړي چې په صنعتي پارکونو کې د ځمکو د بیې او همدارنګه د پارکونو قانون ترتیب شي. نوموړي ویلي، د افغانستان د خلکو ژوند په بېړني ډول د صنعت ودې ته اړتیا لري او په همدې خاطر د هېواد له صنعت او صنعتکارانو څخه بشپړ ملاتړ کوي.