د بغلان د ترافیکو مدیریت مسوولین وايي، چې د پلېټونو د وېش له درکه یې څه باندې ۷۵ میلیونه افغانۍ عواید راټول او د دولت خزانې ته یې سپارلې دي. د بغلان د ترافیکو مدیر محمد نذیر عابدي وايي، چې تر دې دمه یې ۱۶۵۲۵ وسایط ثبت کړي، چې له دې ډلې څخه ۵۷۵۷ وسایطو ته یې جوازسیرونه او پلېټونه ویشلي او له درکه یې ۷۵ میلیونه او ۵۰۰ زره افغانۍ عواید راټول کړي دي. د بغلان اوسېدونکي وايي، چې په دې ولایت کې د پلېټونو د وېش په برخه کې ګڼې اسانتیاوې خلکو ته رامنځ ته شوي او زیاتوي، چې د پلېټونو په وېش سره د موټرو غلاوې او نورې جنايي پېښې راکمې شوې دي.