د خوړو او درملو ملي ادارې رییس په یوه ویډیويي پیغام کې ډاډ ورکړ چې دغه اداره په هېواد کې د درملو او خوراکي توکو کیفیت په کلکه څاري او په دې برخه کې یې د هېوادوالو همکاري اړینه بللې ده. نوموړي د هېواد له ټولو هېوادوالو وغوښتل، چې هېواد ته د ناقانونه درملو او خوراکي توکو د ننوتلو، پلور او تولید د مخنیوي په موخه د خوړو او درملو له ملي ادارې سره اړیکه ونیسي.