د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت وایي، چې د نورستان ولایت په ۹ ولسوالیو کې د څه باندې ۱۷ میلیونه افغانیو په ارزښت سربندونه او کانالونه جوړېږي. یاد وزارت زیاته کړې، چې له دې ډلې یې په درېیو ولسوالیو کې د یاد وزارت د سرپرست وزیر له لوري د یوه کانال او دوو ذخیروي حوضونو چارې په عملي ډول پیل شوې. د وزارت په خبره، چې دې پروژو سره به د سیمې سلګونو اوسېدونکو ته د کار زمینه برابره شي او اړوندو برخو کې به د دې ولسوالیو ستونزې تر ډېره بریده هوارې شي.