د راپورونو له مخې د کولمبیا په شمال لوېدیځ کې د سختو اورښتونو له امله په یو شمېر سیمو کې ځمکې ښویېدلې، چې لږ تر لږه پکې ۱۷ کسان مړه او ۳۵ نور ټپیان شوي دي. د دغه هېواد چارواکو ویلي، چې د ځمکې ښویېدنې له کبله هغه مهمه لویه لار ه هم تړل شوې چې په چوکو ولایت کې تېره شوې ده. د راپورونو له مخې تر دې پېښې وروسته نامعلوم شمېر کسان تري تم دي او خټو ډېر زیات موټرونه، سړکونه او کورونه لاندې کړي دي. د یاد هیواد چارواکو ویلي، چې د تري تم شویو کسانو پلټنه روانه ده. د چوکو ولایت مطبوعاتي دفتر په خپله ایکس پاڼه لیکلي چې تر اوسه ۱۷ مړي ترلاسه شوي دي. دا په داسې حال کې ده، چې د ژمې په رارسیدو سره معمولا د لاتینې امریکا په یو شمیر برخو کې د سختو اورښتونو له امله ځمکې ښوویږي چې پر مالي زیانونو سربېره ځانې زیانونه هم اړوي.