د رسنیو د راپورونو له مخې د پاکستان د پوځ یوه (F-7PG) ډوله ګرانبیه پوځي الوتکه د بلوچستان په مستونګ سیمه کې لوېدلې ده. د پاکستان پوځ ویلي، دغه الوتکه په پوځي تمریناتو بوخته وه، چې لوېدلې ده او پیلوټ یې وژل شوی دی. داسې راپورونه شته چې ښایي دغه الوتکه د کومې ډلې له لوري په نښه شوې وي، خو پاکستاني پوځ دغه راپورونه نه دي تایید کړي. پوځ وايي دغه پېښه د اندېښنې وړ ده او د څېړلو لپاره یې یو پلاوی ټاکلی دی. پاکستاني پوځ ټولټال پنځوس ( F-7PG) ډوله الوتکې درلودې چې په تېرو ۱۷ کلونو کې له دې ډلې ۱۳ یې لوېدلې دي. دغه الوتکې په چین کې جوړې شوې دي او د پاکستاني پوځ مهمې الوتکې ګڼل کېږي.