د صنعت او سوداګرۍ سرپرست وزیر په کابل کې د ترکمنستان له سفیر خواجه عوضاوف سره په لیدنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د صادراتو پر زیاتوالي او سوداګرۍ پر پراخوالي خبرې کړي دي. یاد وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې په دغه لیدنه کې، عشقاباد کې د افغانستان محصولاتو لپاره د نندارتون جوړېدو او د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګریزو لیدنو پر زیاتوالي هم خبرې شوي دي. د خبرپاڼې له مخې، د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ د سوداګرۍ زیاتوالی او افغان سوداګرو ته د ویزو اسانتیاوې د دغې لیدنې نور موضوعات وو.