د سویس د بهرنیو چارو وزارت خبر ورکړی، چې په داووس ښار کې د څه باندې ۸۰ هیوادونو استازي د اوکراین د سولې په فورمول باندې بحث کولو ته را بلل شوي دي. د مالوماتو له مخې د غونډې ګډونوالو، د جنګ د ختمېدو، د روسي پوځیانو په وتلو، په جګړو کې د جنایتونو په اړه د عدالت ټینګښت او په راتلونکي کې د جګړو د بیا پیل په مخنیوي باندې بحثونه شوي دي. د سویس د بهرنیو چارو وزیر ایګنازیو کاسیس ویلي، چې تمه ده د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي هم نن دوشنبه په دې غونډې کې د ګډون لپاره د سویس داووس ښار ته ورسېږي. کاسیس وایي، له روسیې پرته دا پروسه ممکنه نه ده او هڅه کېږي چې روسیه هم دې بهیر ته راګډه شي.