ددواړو هېوادونو ولسمشرانو ژمنه کړې چې د ترهګرۍ د ختمولو او له سوریې د امریکایي ځواکونو تر وتلو وروسته به په دغه سیمه کې د ثبات په راوستلو کې همکاري کوي. په سوریه کې د ترکیې، امریکا، روسیې او ایران ځواکونه د ترهګرو پر وړاندې جګړه کوي. امریکا ترکیه تورنوي چې په سوریه کې د کرد وسله والو پر ضد جګړه کوي او دا کار یې له بشري حقونو سره په ټکر کې عمل دی، خو ترکیه بیا وایي چې دغه ډلې ددوی ملي امنیت ته ګواښ جوړوي. ترکیې او روسیې پر همدې خبرې کړې چې دغه ډلې څه ډول کنټرول کړي څو د امریکا تر وتلو وروسته سیمې ته ګواښونه جوړ نه کړي.