د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت چارواکو خبر ورکړی، چې د پروان ولایت په ۹ ولسوالیو کانالونه او سربندونه جوړېږي. د مالوماتو له مخې د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت سرپرست وزیر پروان ولایت ته د سفر په ترڅ کې د یادو پروژو پرانیسته کړې ده. دغه پروژې چې د یاد ولایت په ۹ بېلابېلو ولسوالیو کې پلې کېږي له ډلې پرون ورځ د یاد ولایت په بګرام او سیاه ګرد ولسوالیو کې د یوه سربند او د یوه کانال جوړولو چارې پیل شوې دي. د مالوماتو له مخې د یادو پروژو د کار په جریان کې به سلګونه کسانو ته د کار زمینه هم برابره شي. دا په داسې حال کې ده، چې په هیواد کې د رغنیزو چارو پر دوام تیره ورځ په کاپیسا ولایت په ۶ ولسوالیو کې هم د کانالونو او سربندونه د رغولو چارې پیل شوې دي.