د افغانستان او پاکستان ترمنځ د تورخم په ګډون ډېری ترانزیتي لارې له تېرو ۳ ورځو راهیسې لاهم بندې دي. د سوداګرۍ او پانګونې خونې مرستیال خان جان الکوزي ویلي، چې د دې لارو له بندېدو سره دواړو خواوو ته سلګونه لوی باروړونکي موټر بند پاتې دي او افغان سوداګر یې د زرګونه ډالرو له تاوان سره مخ کړي دي. الکوزی وایي( د تورخم لاره لا نه ده خلاصه شوې. پردې سربېره د ډنډ پټان لاره هم بنده شوې او د انګورو اډې لاره خو لا پخوا بنده وه. همداراز د چمن لاره له دریو میاشتو راهیسې بنده ده او یوازې د غلام له لارې یوڅه موټر راځي.) دا په داسې حال کې ده، چې پاکستاني چارواکو د تېرې شنبې په ورځ له افغان چلوونکو څخه د پاسپورت او ویزو تر غوښتنې وروسته د تورخم لاره د باروړونکو موټرو پرمخ تړلې ده.