د پنجشېر د کانونو او پټروليم رياست مسوولین وايي، چې د دغه ولایت له کانونو تازه ترلاسه شوي ۷زره ۴۳۰ اعشاریه ۳ قيراطه زمرد نن د ۱۴۲زره امريکايي ډالرو په ارزښت پلورل شول. د دغه ولایت د کانونو او پټروليم رييس مولوي قاسم اميري وويل، چې په یوولسم ځل د پنجشېر له کانونو څخه تازه ترلاسه شوي زمرد د پنجشېر د والي حافظ محمد اغا حکيم، د پنجشېر د کانونو د څارنې کمېټې او يو شمېر سوداګرو په حضور کې د یوې شفافې پروسې له لارې وپلورل شول.