افغانستان په ۲۰۲۳ کال کې له روسیې څخه څه باندې ۴۲۸ زره ټنه ګاز او تېل وارد کړي دي. د یونان او نړۍوالو کښتیو تګ راتګ په اړه د دغه هېواد ورځپاڼې ویلي، چې تېر کال افغانستان ته د روسیې د ګازو دوه برابره او تېلو صادرات درې برابره زیات شوي دي. د دغې ورځپاڼې د مالوماتو له مخې، په همدې موده کې افغانستان له روسیې څخه څه باندې ۱۰۳ زره ټنه اوبلن ګاز او ۳۲۵ زره ټنه تېل وارد کړي دي. د شمېرو له مخې، روسیې په ۲۰۲۳ کال کې منګولیا، افغانستان او منځنۍ اسیا ته د خپلو تېلو او ګازو صادراتو کې زیاتوالی خو اروپا ته یې د خپلو دغو صادراتو کې کموالی راوستی دی.