د اقتصاد نړيوال فورم د ۲۰۲۴م کال پنځه ورځنۍ غونډه د سويس په داووس کې د باور د بيا جوړولو په عنوان پېل شوې ده. په دې غونډه کې د ۱۲۰ هېوادونو او سيمو څه باندې ۲۸۰۰ استازو ګډون کړی، چې پکې لږ تر لږه ۶۰ حکومتي مشران هم شامل دي. د غونډې ګډونوال به د نړۍ د اقتصادي پرمختګ، اقليمي بدلون او د چاپېريال ساتنې په ګډون د مهمو ټکو په اړه ژور بحثونه وکړي او د اړوندو هېوادونو ترمنځ همکارۍ به وهڅوي. ګډونوال به په دغې ۵ ورځنۍ غونډې کې سلګونه ډاګيزې او خصوصي غونډې او ډيالوګونه ترسره کړي او د نړيوال پرمختګ پر وړاندې شته مسئلو ته به د حل لارې پيدا کړي.