د ننګرهار ولایت د کانال ریاست مسوولینو خبر ورکړی، چې د روان کال له پيل څخه تر دې مهاله یې ۳۵۰ میلیونه افغانۍ عواید راټول کړي دي. د یاد ولایت کانال ریاست رئیس په یوه خبري کنفرانس کې د خپلې وینا پرمهال ویلي، چې دغه کانال د هېواد له سترو زراعتي، اقتصادي او اجتماعي پروژو څخه دی، چې د مرکز جلال اباد او ۷ ولسوالیو کې تاسیسات او ۸۶ جریبه ځمکې، ۴ فعاله میکانیزه زراعتي فارمونه او د زیتونو پروسس فابریکه هم پکې شامله ده. د ننګرهار ولایت د کانال ریاست مسوولینو دا هم ویلي، چې اوسمهال د یاد ریاست عواید په ډېر شفاف ډول راټولېږي او په رغنیزو پروژو باندې لګول کېږي.