د سرپرست حکومت اقتصادي مرستیال د ننګرهار ولایت مقام کې جوړې شوې غونډې ته ویلي، چې سرپرست حکومت د افغانستان د پرمختګ او صنعتي کېدو په موخه هڅه کوي ترڅو په کور دننه د اړتیا وړ برېښنا تولید کړي. نوموړي زیاته کړې، چې د سوداګرۍ او ترانزیټ کچې د زیاتېدو په موخه یې د کابل – جلال اباد لویې لارې د دویم سړک د جوړولو پروژه یې هم له کاري لومړیتوبونو ده.