د پکتيکا ولایت د صنعت او سوداګرۍ ریاست مسوولین خبر ورکړی، چې د دغه ولایت په مرکز ښرنه کې د ۳.۵ میلیونو افغانیو په لګښت د پلاستیکي خلتو یوې فابریکې پر فعالیت پیل کړی دی. د یاد ولایت د صنعت او سوداګرۍ رئیس ویلي، چې د دغه ولایت په مرکز کې د یوه اوسېدونکي لخوا دغه فابریکه د ۳ میلیونه ۵۰۰ زره افغانیو په لګښت جوړه شوې، چې په ۲۴ ساعتونو کې د ۵۰۰ کیلو ګرامه پلاستیکي خلتو د تولید وړتیا لري. د فابريکې مسوول وایي، چې په دې فابریکه کې د سیمې یو شمېر اوسېدونکو ته د کار زمینه هم برابره شوې او اوس مهال دغه فابریکه په ۲۴ ساعتونو کې ۲۸۰ کیلو ګرامه پلاستیک تولیدوي.