د افچین شرکت رییس د کانونو او پټرولیم وزارت له سرپرست وزیر سره په لیدنه کې ویلي، چې د آمو سیند نفتي حوزې ورځنی استخراج ۱۱۰۰ ټنو ته لوړ شوی دی. د کانونو او پټرولیم وزارت د مطبوعاتي دفتر د معلوماتو له مخې؛ په دې کتنه کې د یاد شرکت رئیس ښاغلي شي ویلي، چې دا مهال په آمو سیند نفتي حوزه کې دوی ۱۸ فعاله څاه ګانې لري، چې د نفتو ورځنی استخراج ترې ترسره کېږي. نوموړي همدا راز زیاته کړې، چې د نویو څاه ګانو په کیندلو سره به د نفتو استخراج لا ډېر شي. د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست، د نویو کیندل شویو څاه ګانو او په دې برخه کې د شته ستونزو پر هواري ټېنګار او په نورو اړوندو موضوعاتو یې لازمې لارښوونې کړې دي.