د مالیې وزارت چارواکو خبر ورکړی، چې د خوست ولایت په ګمرک کې به د څه باندې ۱۰۵ میلیونه افغانیو په لګښت د موټرو یو ستر تمځای جوړ کړل شي. د یاد وزارت د مطبوعاتي دفتر د معلوماتو له مخې؛ د مالیې وزارت د ګمرکونو او عوایدو معین، د یادې پروژې په پرانیستغونډه کې ویلي چې دا پروژه د نورو پراختیايي پروژو په څېر د هېواد له ملي عوایدو څخه تمویلېږي. هغه په ګمرکونو کې د دغه شان پراختیایي پروژو پلي کول؛ په هېواد کې د سوداګرۍ د لا ودې او سوداګرو او موټر چلوونکو ته د آسانتیاوو برابرېدو په برخه کې یو اړین ګام بللی دی. د یادولو وړ ده چې د خوست محصولي ګمرک د موټرو تمځای په ۱۴.۳جریبه ځمکه کې په اساسي ډول جوړېږي او چارې به یې تر راتلونکو ۸ میاشتو پورې بشپړې شي.