پاکستانۍ رسنۍ وایي، د دغه هېواد پوځ خبر ورکړی، چې هوايي ځواکونو يې نن ورځ د ایران په داخل کې پر ترهګرو برید کړی دی. د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت هم په يوې اعلاميې کې د دغه بريد موخه د خپل هېواد د امنيت او ګټو ساتل بللي دي. د راپورونو له مخې پاکستاني ځواکونو په ايران کې ترهګر په نښه کړي او څو کسان يې وژلي دي. د ایران رسنيو په همدې ورځ خبر ورکړی، چې د دغه هېواد پر یوه سرحدي کلي توغندي لګيدلي، چې له امله یې ۳ ښځې او ۴ ماشومان وژل شوي دي. د رسنیو د راپورونو څخه څرګندېږي، چې پاکستان دغه برید د ایران د برید په ځواب کړی دی.