د هند چارواکي وايي، دغه هېواد د لوېدیځ په اوبو کې د یوې بېړۍ د چپه کېدو په پېښه کې د نهو ماشومانو په ګډون ۱۰ کسان ډوب شوي دي. دغه پېښه په ګجرات ایالت کې پرون هغه وخت وشوه چې ځینې زده کوونکي د یوه ښوونځي له خوا په تنظیم شوې مېله روان شوي وو. د هندي رسنیو د راپورونو له مخې په لسګونو کسان د تري تم شویو کسانو د موندنې لپاره هڅه کوي. د دې بېړۍ د چپه کېدو لامل معلوم نه دی. چارواکو ویلي چې په دې بېړۍ کې ۲۷ کسان وو.