شمالي کوریا ادعا کړې چې د امریکا، سویلي کوریا او جاپان پوځي مانورو ته په غبرګون کې یې تر اوبو لاندې د اټومي وسلو سیستم ازمویلی دی. د دغه هېواد دولتي رسنۍ راپور ورکړی چې پر اټومي وسلو د سمبالو اوبتل ډرونونو دا ازموینه د دغه هېواد په ختیځو سواحلو کې ترسره شوې. شمالي کوریا مخکې هم د اټومي اوبتل ډرونونو د ازموینې ادعا کړې، خو په خپلواک ډول لا نه ده تایید شوې. سویلي کوریا او متحدانو یې تر اوسه د پیونګ یانګ دې تازه ازموینې ته غبرګون نه دی ښودلی.