د پاکستان بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې ویلي چې د پاکستان او ایران بهرنیو چارو وزیرانو د ټیلیفون له لارې د ناندریو په راکمولو هوکړه کړې ده. خبرپاڼې د پاکستان د لنډمهالي بهرنیو چارو وزیر جلیل عباس جیلاني په حواله لیکلي، چې پاکستان له ایران سره د متقابل باور او همکاریو پر بنسټ ګډ کار ته چمتو دی. د خبرپاڼې له مخې، جلیل عباس جیلاني او حسین امیر عبداللهیان د دواړو هېوادونو سفیرانو پر ورګرځېدا هم خبرې کړي دي. د ایران بهرنیو چارو وزارت هم د اعلامیې خپرولو سره وايي، امیر عبدالهیان هم د جیلاني د دې خبرو غبرګون کې ویلي، پکار ده چې د تېر په څېر په امنیتي او نظامي برخه کې همکاري په جدیت سره تعقیب شي. د نوموړي په خبره، د پاکستان په خاوره کې د ترهګرو د بریدونو د شنډولو او د دوی د ځالو د له منځه وړلو لپاره د تهران او اسلام اباد همکاري مهمه ده.