د کندهار ولایتي چارواکو په دغه ولایت کې د زعفرانو د پروسس مرکز د پرانیستل کېدو خبر ورکړی. د کندهار د کرنې رییس فضل الباري فضلي وايي چې د یاد ولایت اوبه او هوا د هر ډول کر کیلې لپاره برابره ده. هغه زعفران، انجه او پسته د کوکنارو د کرکیلې ښه بدیل یاد کړی. په ورته وخت کې د دې ولایت یو شمېر کروندګر وايي، چې په دې وروستيو کې په ګڼو سيمو کې خلکو د زعفرانو کرلو ته مخه کړې، خو ورته د بازار نشتوالى لويه ستونزه یادوي. دوى وايي، پخوا يواځې د کندهار په دامان ولسوالۍ کې زعفران کرل کېدل، خو اوس يې لړۍ ارغنداب، ژېړۍ، دامان، شاوليکوټ او يو شمېر نورو ولسواليو ته هم غځېدلې ده.