اکسپرس ټریبیون ورځپاڼې راپور ورکړی چې، د ایران او پاکستان له لوري د یو بل پر خاورو تر بریدونو وروسته، اوس د پاکستان له هوایی حریمه د تېرېدونکو الوتکو کچه نږدې ۵۰ سلنه کمه شوې. په راپور کې راغلي چې د پنجشنبې په ورځ د پاکستان له هوایي حریمه یواځې ۴۵۰ الوتکې تېرې شوي په داسې حال کې چې پخوا به د دغه هېواد له حریمه شاوخوا ۷۵۰ الوتکې تېرېدې.