د هرات ولایت د ښاروالۍ ریاست مسوولینو خبر ورکړی، چې د دغه ولایت په مرکز ۲مه ناحیه کې د ۳۳ میلیونه افغانیو په لګښت د یوې پراختیايي پروژې چارې پيل شوې دي. د مالوماتو له مخې په دې پروژه کې د یاد ولایت، په لوی جامې جومات سويلي واټ په اړوند سیمه کې د ښاروالۍ پر ۶، ۷ او ۸ شمېرو ملکیتونو کې په تاریخي ډول د هټیو جوړولو چارې پیل شوې. د یادلو وړ ده، په دې پروژه کې د سیمې یو شمېر اوسېدونکو ته د ۶ میاشتو لپاره د کار زمینه هم برابره شوې ده. دا په داسې حال کې ده، چې څه موده وړاندې هم د ۷۳ میلیونه افغانیو په لګښت د ښاروالۍ له اول تر شپږم ملکیتونو کې د هټیو جوړولو پروژې چارې پیل شوې وې، چې لا هم روانې دي.