د راپورنو له مخې د ویتنام حکومت نږدې ۱۰۰ کسان د تروریزم په تور بندیان کړي دي. د ویتنامي رسنیو د راپورونو له مخې دغه کسان په دې تورن دي چې د تېر میلادي کال په جون میاشت کې یې د دغه هېواد په مرکزي برخه کې د پولیسو پر مرکز په وسلواله حمله کې لاس درلود چې په نتیجه کې یې ۹ کسان وژل شوي وو. دا په ویتنام کې چې کمونیستي واکمني په کې ده، د تېر کال د تاوتریخوالي یوه بېسارې پېښه ګڼل شوې ده. د پنځه ورځنۍ محاکمې په نتیجه کې ۱۰ کسان په عمري بند او ۹۰ نور کسان له نهو میاشتو تر ۲۰ کلونو پورې په بند محکوم شوي دي.