پاکستاني رسنیو راپور ورکړی، چې د دغه هېواد د ګمرکي تصفیې یو غړي، مجیب شینواري ویلي چې، له ایران سره د افغانستان د راکړې ورکړې زیاتوالي او له افغانستان سره پر ټرانزیټ د بندیز له امله به پاکستان د تل لپاره افغان بازار له لاسه ورکړي. په راپور کې د مجیب شینواري له خولې لیکل شوي چې د دواړو هېوادونو تر منځ پر راکړې ورکړې د څه باندې یوې اونۍ بندیز له امله افغان او پاکستاني سوداګرو ته په میلیاردونو پاکستاني کلدارو زیان رسېدلی دی. د راپور له مخې، د مېوو، سبزیو او نورو خرابېدونکو توکو بار تر سلو زیاتې لارۍ له تورخمه بېرته پېښور ستنې شوې دي.