پاکستان او ایران د بهرنیو چارو وزارتونو په یوه ګډه خپره کړې اعلامیه کې ویلي، چې د را روانې جمعې په ورځ به د دواړو هیوادونو سفیران خپلو سفارتونو ته ستانه شي. پاکستان وروسته له هغې له تهران څخه خپل سفیر وروغوښت او اسلام اباد ته یې د ایران د سفیر ستنېدو مخه ونیوله چې تېره اونۍ ایران او پاکستان د یو بل پر خاوره هوایي او ځمکني برېدونه وکړل، دواړو لورو دا په ډاګه کړې چې په خپلو حملو کې یې د افراطي وسلوالو اهداف په نښه کړي دي. پرون ورځ دواړو ګاونډيو هېوادونو په یوه ګډه اعلامیه کې ویلي چې د ایران د بهرنیو چارو وزیر به د پاکستان د بهرنیو چارو د سرپرست وزیر جلیل عباس جېلاني په بلنه راروانه دوشنبه اسلام اباد ته سفر وکړي.