د هرات د ګمرک مسوولین وايي چې په تېرو ۳ میاشتو کې د هرات د ګمرک صادرات او وارداتو کې زیاتوالی راغلی دی. د هرات د ګمرک رییس محمد حامد احمد وايي، چې په تېرو ۳ میاشتو کې د یاد ګمرک واردات ۹۰ سلنه او صادرات ۶۰ سلنه زیات شوي، چې د دوی په صادراتوکې تر ډیره د صنعتي ښارګوټي کورني تولیدات او کرنیزمحصولات شامل دي، چې د تېرکال د درېیو میاشتو په پرتله زیات شوي دي. نوموړي زیاته کړه، چې د یادو برخو سربېره نور فعالیتونه او اسانتیاوې هم ترسره شوي، چې ترټولو مهم یې د اسلام کلا بندر ۱۶ ساعته فعالیت لري، چې په نوي کال کې به ۲۴ ساعته فعالیت ولري.