د برېښنا شرکت مسوولینو خبر ورکړی، چې په کابل کې یې د خپل شرکت د کارکوونکو د تخنیکي او مسلکي روزنې په موخه یو لوی ښوونیز مرکز پرانیستی دی. د یاد شرکت د مسوولینو په خبره، دغه مرکز چې ودانۍ یې د ۳ میلیونه ډالرو په لګښت جوړه شوې، په مرسته به یې هر کال د نظري او عملي روزنېزو ټولګیو او ورکشاپونو له لارې د برېښنا زرګونو انجنیرانو، تخنیکي او نويو ګمارل شويو کارکوونکو ته په ۶۹ بېلابېلو برخو کې مسلکي روزنه ورکول کیږي. د برېښنا شرکت مسوولین وایي، چې د دې مرکز په مرسته به دوی برېښنایي چوپړتیاوې لا معیاري کړي او د دې ترڅنګ د برېښنا رسونې پروسه به نوره هم مسلکي شي.