د هرات ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رياست مسولینو خبر ورکړی، چې په روان ١٤٠٢ لمریز کال کې يې ۶۷۹ټنه د حیواناتو څرمنې ترکيې او ۱۰ زره متره مربع غالۍ یې دوبۍ ته صادرې کړې دي. د هرات د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي دغه راز وايي، چې له ترکیې څخه هرات ته بیا نږدې ۷۷۷۵ ټنه کنجاړه هم وارده شوې ده. د دیاد ولایت د کرنې ریاست مسوولین د خپلو فعالیتونو له ډلې دا هم د یادولو وړ بولي، چې په تېرو درېيو مياشتو کې د دوی د څارنې ټیم له خوا له ښاره يو ټن تقلبي شات، ١٣٧ کيلو د خرابو شویو چرګانو غوښه او ٣٨٧٠ لېټره ضد عفوني مواد راټول او د نورو توکو په شمول له منځه وړل شوي دي.