د مالیې وزارت په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، چې په روان مالي کال کې د مالیه ورکوونکو ۶۰۰ شکایتونو ته رسېدنه شوې ده. په خبر پاڼه کې دغه راز ویل شوي چې په روان مالي کال کې ۸۰۰ مالیه ورکوونکو خپل شکایتونه د مالیه ورکوونکو د شکایتونو اورېدلو ریاست ته سپارلي وو، چې له دې جملې څخه دوی ۶۰۰ شکایتونو ته رسېدنه کړې او نور یې تر څېړنې لاندې نیولي دي. په دغه خبر پاڼه کې ده هم ویل شوي، چې د مالیه ورکوونکو د شکایتونو د اورېدلو ریاست د مالیه ورکوونکو د حقونو د خوندیتوب او د هغوی شکایتونو ته د رسېدنې په موخه د ګمرکونو او عوایدو معینیت په چوکاټ کې رامنځته شوی او که کوم مالیه ورکوونکی د خپلې مالیې له تثبیت خوښ نه وي؛ نو کولای شي چې خپل شکایتونه له دغه ریاست سره شریک کړي.