د سرپرست حکومت اقتصادي مرستیالۍ په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي چې د پانګونې بین الوزارتي کمېټې په نوبتي غونډه کې د یو شمېر رغنیزو پروژو طرحې تاید او د منظورۍ په موخه اقتصادي کمیسیون ته وړاندې شوې دي. د دې پروژو له ډلې یې یوه په کابل ښار کې د اطلاعاتو او کلتور وزارت په ځمکه باندې د یوه سوداګریز مارکیټ د جوړولو طرحه ده، چې تایید شوې او د منظورۍ لپاره اقتصادي کمیسیون ته وړاندې شوې ده. د یادولو وړر ده، چې په دغه غونډه کې د خصوصي سکټور له لوري د ننګرهار په حصار شاهي صنعتي پارک کې د ۴۰ مېګاواټه لمریزې برېښنا د تولید، په هرات کې د یوه تفریحي کمپلیکس او په کابل کې د خوراکي توکو د سترو تولیدي کارخونو د جوړولو طرحې هم وړاندې شوې دي.