د راپورونو له مخې روسیې پر اوکراین تور پورې کړی، چې د جنورۍ په ۲۴مه یې په بلوګراد سیمه کې یوه پوځي ترانسپورتي الوتکه ویشتلې ده. د مالوماتو له مخې په دغې الوتکه کې ۷۴ کسان سپاره وو چې ټول وژل شوي دي. اوکرایني چارواکو د روسیې د دغې ادعا په اړه تراوسه کوم څه نه دي ویلي.اوکرایني چارواکو په یوه خبرپاڼه کې ویلي، ټاکل شوې وه چې پرون له روسیې سره د اسیرو سرتېرو تبادله وشي، خو په وینا یې روسیې دوی ته نه و ویلي چې سرتېري به یې ټرانسپورټي الوتکه کې لېږدوي. د اوکراین د استخباراتو مرکز ویلي، دوی کره معلومات نه لري چې الوتکه کې څوک سپاره وو. هغوی ویلي، هغه روسي سرتېري چې تبادله کېدل، ژمنه شوي ځای ته رسېدلي او ټول خوندي دي.