د ملګرو ملتونو ویاند وایي، چې د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوترېش د سلواغې په ۲۹مه او ۳۰مه په دوحه کې د افغانستان په اړه د یوې غونډې کوربتوب کوي. اتفان دوجاریک همدا راز زیاته کړه، د افغانستان په چارو کې د بېلابېلو هېوادونو استازي په دې غونډه کې برخه اخلي. د ملګرو ملتونو د عمومي منشي ویاند په یوې خبري غونډه کې اعلان وکړ، چې د دوحې د غونډې موخه د افغانستان پر وړاندې د بېلابېلو هېوادونو تګلاره او د دې هېواد په اړه په خپلواکه توګه ارزونه ده. د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو لومړۍ ناسته په دوحه کې د انتونیو ګوترېش په کوربتوب د ثور میاشتې په یوولسمه او دولسمه نېټه ترسره شوه. ټاکل شوې ده د افغانستان په اړه د دوحې له دویمې غونډې مخکې په کابل کې د سیمې د یو شمېر هېوادونو استازي جلا غونډه وکړي.





























