د بغلان ولایت د بورې دولتي فابریکې له ۱۰ کلن ځنډ وروسته بېرته خپل فعالیت پیل کړ. دغه فابریکه نن د سرپرست حکومت د لوړ پوړو چارو په شتون کې پرانیستل شوه او بیرته یې په فعالیت پیل وکړ. د مسوولینو په خبره د دې فابریکې په فعالیت سره به داخلي تولیدات پرمختګ وکړي او هم به سلګونو کسانو ته د کار زمینه برابره شي. باور دا دی چې که دغه فابريکه سل سلنه فعاله شي نو په نهو شمالي او شمال ختیځو ولايتونو کې به د لبلبو کروندې بيا وغوړيږي او کروندگر به يې په کرکيله لاس پورې کړي.