د اوبو او انرژۍ وزارت چارواکو ویلي، چې په هیواد کې د وچکالۍ مخنیوي او د ځمکې لاندې اوبو د پیاوړتیا لپاره د اوبو څه باندې ۱۰۰ واړه بندونه جوړوي. د یاد وزارت چارواکي وایي، سږکال یې ۱۴۰ واړه بندونه په پام کې نیولي وو چې پر ۱۱۳ یې عملا کار روان دی او ځیني یې ګټې اخیستنې ته سپارل شوي دي. د چارواکو په خبره دغه واړه بندونه د پلازمېنې کابل په شمول، میدان وردک، هلمند، پکتیا، غور، غزني، لوګر او پنجشېر او ځیني نورو ولایتونو کې د ۴۲۰ میلیونه افغانیو په ارزښت په پام کې نیول شوي دي. بل خوا بیا د چاپیریال ساتنې ملي ادارې مسوولینو هم د اوبو او انرژۍ وزارت دغه اقدام ستایلی او زیاتوي چې دا کولای شي په هېواد کې د وچکالۍ زیانونو مخه ونیسي او تر ځمکې لاندې اوبه ډېرې کړي.