د کابل ښاروالۍ مسوولینو خبر ورکړی، چې د دغه ښار ۱۵ ناحیې له بازارونو څخه یې څه باندې ۱۵۰۰ کیلوګرامه بې کیفیته خوراکي او غیر خوراکي توکي راټول کړي دي. د ښاروالۍ مسوولینو ویلي، چې دغه اقدام یې د ښاریانو د روغتیا خوندي ساتلو په موخه ترسره کړی دی. د پنځلسمې ناحیې د مسئولینو له لوري دغه راز ( ۱۱۵) لوډسپیکرونه چې، د غږیزې ککړتیا لامل ګرځېدلي وو راټول او د له منځه وړلو په موخه ټاکلي ځای ته لېږدول شوي دي. د یادې ناحیې د ښاري خدمتونو آمر دغه راز له ټولو ښاریانو په ځانګړې توګه د پنځلسمې ناحیې له اوسېدونکو څخه غوښتنه کړې، چې د خپلو اړتیا وړ توکو د پېرودلو پر مهال د هغو نېټې او کیفیت ته پام وکړي او د دې ترڅنګ په هټۍ والو یې هم غږ کړی، چې د بې کیفته او تېر وخته توکو له پلورلو څخه په کلکه ډډه وکړي.