د کانونو او پټرولیم وزارت چارواکي وایي، چې د افچین شرکت په پام کې لري، روان کال د امو نفتي حوزې اړوند سیمه کې د شپږ زره ټنه ظرفیت په لرلو سره د تېلو زېرمې او د ۲۲ نویو څاګانو کیندې پروژې پلې کړي. د دغه شرکت رییس د کانونو او پټرولیم وزارت له سرپرست وزیر سره په لیدنه کې ویلي، په یاده حوزه کې د نفتو د استخراج لپاره د دې ۲۲ نویو څاګانو پهکېندنې سره به د نفتو د استخراج ورځنۍ کچه دوه زره ټنو ته لوړه شي. په دې لیدنه کې سرپرست وزیر د یادو پروژو پر روڼتیا ټینګار کړی او زیاته کړې یې ده، چې د متخصصینو او انجنیرانو د ګمارنې په برخه کې د افغانانو ته لومړیتوب ورکړل شي.