د مالیې وزارت چارواکو خبر ورکړی، چې د بلخ ولایت په ګمرک کې د څه باندې ۴۷ میلیونه افغانیو په ارزښت د موټرو یو ستر تمځای جوړېږي. د یادې پروژې په پرانیستغونډه کې د بلخ والي سوداګرو ته د ډاډ ورکولو ترڅنګ دا هم ویلي دي، چې د سرپرست حکومت د رهبرۍ په هدایت ټولې ادارې مکلفې دي چې په بېلابېلو برخو کې سوداګرو او پانګه والو ته لازمې آسانتیاوې برابرې کړي. د یاد وزارت چارواکو دغه راز ویلي، چې زموږ هڅه دا ده په هېواد کې د سوداګرۍ د لا ودې او سوداګرو ته د لازمو آسانتیاوو د برابرولو په موخه د هېواد په نورو ګمرکونو کې هم ورته پروژې پیل کړو. د بلخ ګمرک د موټرو د تمځای پروژه چې په شاوخوا ۷.۵ جریبه ځمکه کې پلې کېږي، لګښت یې د مالیې وزارت له پراختیایي بودجې څخه ورکول کېږي او چارې به يې د ۷ میاشتو په موده کې بشپړې شي.