د پنجشېر ولایت د کانونو او پټرولیم ریاست مسوولینو خبر ورکړی، چې د داوطلبۍ په دیارلسمه دوره کې يوه ملي سوداګر د ٢٩٧ زره ډالرو په ارزښت ۲۸۶۷ قیراطه زمرد پېرلي دي. د مالوماتو دغه ليلام د پنجشېر د کانونو د څارنې کمېټې، د سيمهييزو ادارو د رييسانو او سوداګرو په شتون کې د دغه ولايت په رسمي تالار کې ترسره شو. د یادې ادارې د شمېرو له مخې، په تېرو دوو کلونو کې په ۱۳ ليلامونو کې څلوېښت زره ٥٨٨ قيراط زمرد د درې مليونو ٣١٥ زره او٧٥٠ امريکايي ډالرو په ارزښت پلورل شوي دي. د یادولو وړ ده، چې د پنجشېر د کانونو او پټروليم رياست تر دې وړاندې هم د هېواد پر سوداګرو د ٧٤٣٠ قيراطه زمرد په ټوليزه بيه په ١٤٢زره ډالرو پلورلي وو.